ads

په هېواد کې پر کورونا وېروس تر دې دمه ۱۰۶ تنه اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې تازه په هېواد کې ۱۵ نور کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، چې په دې سره د ټول هېواد په کچه پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایی، د تازه پېښو له ډلې ۱۱ په […]

نویسنده: shams
9 وری 1399
په هېواد کې پر کورونا وېروس تر دې دمه ۱۰۶ تنه اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې تازه په هېواد کې ۱۵ نور کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، چې په دې سره د ټول هېواد په کچه پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایی، د تازه پېښو له ډلې ۱۱ په هرات، درې په فراه او یوه په غزني ولایت کې تثبیت شوې دي.

د روغتیایي چارواکو په خبره، په لومړیو کې ډېری هغه افغانان چې پر دغه وېروس اخته وو، له بهرنیو هېوادونو راغلي وو، خو اوس کورونا وېروس په هرات او ورته نورو ولایتونو کې خورېدنه پیل کړې ده.

کورونا وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګند شو، چې تر اوسه یې د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA