ads

په تېره اونۍ کې ۶۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راغلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، په تېره یوه اونۍ کې له ایران څخه ۶۲ زره او۳۴۱ بې اسنادو افغان ګډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد سازمان په خبره، له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ۱۷ فیصده لوړه شوې، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له دغه هېواده […]

نویسنده: shams
9 وری 1399
په تېره اونۍ کې ۶۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راغلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، په تېره یوه اونۍ کې له ایران څخه ۶۲ زره او۳۴۱ بې اسنادو افغان ګډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد سازمان په خبره، له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ۱۷ فیصده لوړه شوې، چې په تېرو درېیو میاشتو کې له دغه هېواده افغانستان ته ۱۹۸زره او ۵۲۷ افغان کډوال راغلي دي.

دې نړېوالې ادارې په یو بیان کې دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا شمېر افغان کډوال د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې راپدېخوا، خپل هېواد ته تللي دي.

په ورته مهال د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا خبر ورکړی، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه شاوخوا ۱۵۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر په هغه هېواد کې د کورونا وېروس د چټکې خپرېدا له وېرې کړندی شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA