ads

کابینې په کابل ښار کې د ګرځېدو مخنیوي طرحه تصویب کړه

له کورونا وېروس څخه د مخنیوي او د عامه اړیکو کمېټه د کابینې له لوري په کابل ښار کې د ګرځېدو مخنیوي طرحې د تصویب خبر ورکوي. د همدې کمېټې مشر وحید عمر پر خپر ټویټرپاڼه دا خبره کړه ده. د دې طرحې له مخې، کابل قرنطین اعلان شوی او له سیمه ییزو مرکزي ادارو، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 وری 1399
کابینې په کابل ښار کې د ګرځېدو مخنیوي طرحه تصویب کړه

له کورونا وېروس څخه د مخنیوي او د عامه اړیکو کمېټه د کابینې له لوري په کابل ښار کې د ګرځېدو مخنیوي طرحې د تصویب خبر ورکوي.
د همدې کمېټې مشر وحید عمر پر خپر ټویټرپاڼه دا خبره کړه ده.
د دې طرحې له مخې، کابل قرنطین اعلان شوی او له سیمه ییزو مرکزي ادارو، ولسوالیو او د کابل له شاوخوا پرته، نورې ټولې دولتي ادارې، روغتیا وزارت او ورته نور بنسټونه تعطیل کېږي.
د یادې طرحې پر بنسټ به کابل ښار په بیړني حالت کې شي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د جمعې په ورځ یوې خبرۍ غونډې ته وویل، چې د خوراکي او روغتیایي توکو له وړاندې کوونکو مرکزونو پرته، تولیدي شرکتونه، مغازې، هوټلونه، قیلون خونې، عمومي حمامونه، تفریحي پارکونه، ورزشي ځایونه، زیارتونه او ورته نور هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه پکې ډېر وي، د لنډمهال لپاره بندېږي.
د دې طرحې په بله برخه کې ویل شوي، هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو راځي، د ۱۴ ورځو لپاره طرنطین کېږي.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د کورونا وېروس خورېدل پیل کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA