د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن په یاد ولايت کې د کورونا لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه.
خبرپاڼه کې د اخته کس د هويت په اړه څه ندي راغلي، خو ويل شوي چې نوموړی تازه له سعودي عربستان څخه راغلی دی.
خبرپاڼه همداراز زياتوي، چې ياد کس ته د نېږدې خلکو او کورنۍ غړو نمونې د معاينې په هدف اخيستل کيږي او هم به ياد کسان قرنطين شي.
د يادونې وړ ده، چې په یادې پېښې سره په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۹۱ ته ورسېد.