له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو یوې ام ۱۷ ډوله الوتکې د تالقان ښار په یوې امنې سیمې کې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د وزارت په خبره، دغه الوتکه د بلخ ولایت د مولانا جلالدین بلخي له هوایي ډګره پورته شوې وه، چې د تخنیکي ستونزو له کبله له یادې پېښې سره مخ شوه.
سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې الوتکې او پکې ناستو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او په دې تړاو د دوی پلټنې روانې دي.
د افغان ځواکونو دا الوتکه پر داسې مهال بیړنۍ ناسته کوي، چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله الوتکې لودېلې او پکې ناستو سپرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.