ads

د پکتیکا دیني عالمان خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کوي

د پکتیکا ولایت دیني عالمانو د یوې ناستې پر مهال له ځايې خلکو غوښتنه وکړه چې له کورونا ناروغۍ څخه د مخنیوي په هدف دې له ګڼه ګوڼې ځانونه لیرې وساتي او تر ډيره دې هڅه وکړي چې په کورونو کې پاتي شي. دیني عالم مولوي ضبط الله ملنګ وویل، د اسلام مبارک دین هر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 وری 1399
د پکتیکا دیني عالمان خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کوي

د پکتیکا ولایت دیني عالمانو د یوې ناستې پر مهال له ځايې خلکو غوښتنه وکړه چې له کورونا ناروغۍ څخه د مخنیوي په هدف دې له ګڼه ګوڼې ځانونه لیرې وساتي او تر ډيره دې هڅه وکړي چې په کورونو کې پاتي شي.
دیني عالم مولوي ضبط الله ملنګ وویل، د اسلام مبارک دین هر څه روښانه کړي او د مسلمانانو لپاره يې په بېلابېلو وختونو کې د ډېرو اسانتیاوو خبره کړې.
هغه څرګندوي، کورونا یوه داسي ناروغۍ ده چې که خلک يې پر وړاندې تدابیر ونه نیسي، هېواد به له لوی ناورین سره مخ کړي.
مولوي ملنګ له خلکو غوښتنه کوي، که د کورونا وېروس خطر ډېر او د لیږد لپاره يې زمینه برابرېږې، نو دوی باید د څو ورځو لپاره ګڼه ګوڼې او جوماتونو ته له ورتګه ډډه وکړي.
یو بل تن دیني عالم مولوي محمد صادق وویل، د پیغمبرانو او صحابو کرامو په وختونو کې هم دا ډول اوباګانې پېښي شوې او هغوی يې د وقايې او تدابیرو لپاره خلکو ته سپارښتنې کړې دي.
ملا اخترمحمد دیوبندي بیا د یو شمیر سوداګرو او هټيوالو له لوري په وروستیو وختونو کې احتکار ته په اشارې وویل، دا څه ناوړه عمل ده او په وینا يې سوداګر باید د عام ولس له مجبوریته بده ګټه وانه خلې.
د پکتیکا ولایتي روغتون ډاکتر مومن بشرمل وايې، که د کورونا ناروغۍ پر وړاندې خپله خلک تدابیر ټینګ نه کړي، په لوی لاس به ځان د مرګ کندي ته ټیل وهي.
یاده دي وي چې په هېواد کې د کورونا ناروغۍ پېښې په چټکۍ مخ پر ډيریدو دي او اندېښنه دا ده چې د نړۍ په کچه افغانستان هغه هېواد بلل شوی چې وګړي يې وقایوي تدابیرو ته سمه پاملرنه نه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA