ads

اوسمهال تر نیم میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دمګرۍ په نړیواله کچه تر نیم میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي. د راپورونو له مخې، په اروپا کې هره ورځ سلګونه کسان د دې وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د بریتانیا حکومت رسنیو ته په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پرون په لومړي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 وری 1399
اوسمهال تر نیم میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دمګرۍ په نړیواله کچه تر نیم میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
د راپورونو له مخې، په اروپا کې هره ورځ سلګونه کسان د دې وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بریتانیا حکومت رسنیو ته په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پرون په لومړي ځل په یوه ورځ‌ کې له ۱۰۰ ډېر کسان هلته د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.
په ټوله بریتانیا کې تر دې دمه کورونا وېروس د ۵۷۸ کسانو ژوند اخیستی دی.
ایټالیا کې لا هم حالت ترینګلی دی او پرون ۷۱۲ نور کسان هم د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي.
په دغه هېواد کې اوس د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۸۱۶۵ تنو ته رسېدلی دی.
په اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۴ زرو اوښتی دی.
په یاد هېواد کې څه باندې ۵۶ زره کسان په کورنا وېروس اخته دي.
د اسپانیې پارلمان اعلان کړی چې هېواد کې روان بېړنی حالت به د اپرېل میاشتې تر ۱۲مې نېټې دوام کوي.
په پاکستان کې بیا په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر اوس ۱۲۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د ټول پاکستان په کچه تر دې دمه ۹ کسان د دې وېروس له کبله وژل شوي‌ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA