جمهور رییس غني له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو پر مرستې ټینګار وکړ.
له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د کورونا وېروس د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې.
د سرچینې په خبره، جمهور رییس غني د هغوی د راپور تر اورېدو وروسته له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د نوو فعالیتونو او جدي تدابیرو نیولو خبر ورکړ.
جمهور رییس عني زیاته کړه، چې افغان حکومت د دغه وېروس په مخنیوي کې لومړی درجه مسول دی او ملګري ملتونه هم باید خپل فعالیتونه داسې تنظیم کړي، چې د حکومت او دوی تر منځ بشپړه همغږي شتون ولري.
د یادولو وړ ده، چې تر اوسه په افغانستان کې ۹۱ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي.
د روغتیایي چارواکو په خبره، کوم کسان چې دلته پر دغه وېروس اخته شوي، ډېرو یې په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی و.