ads

د بنګله دېش کرکټ لوبغاړو خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړه

بنګله دېش کې پر کرونا اخته کسانو سره ددې هېواد د کرکټ لوبغاړو مرسته. د بنګله دېش د رسنیو د راپورونو له مخې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ۲۷ لوبغاړو یوه اندازه پېسې راټولې کړي دي، ترڅو پر کرونا وېروس د اخته کسانو درملنه پرې وکړي. دبنګله دېش کرکټ بورد ویلي چې دا پېسې شاوخوا […]

نویسنده: shams
7 وری 1399
د بنګله دېش کرکټ لوبغاړو خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړه

بنګله دېش کې پر کرونا اخته کسانو سره ددې هېواد د کرکټ لوبغاړو مرسته.

د بنګله دېش د رسنیو د راپورونو له مخې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ۲۷ لوبغاړو یوه اندازه پېسې راټولې کړي دي، ترڅو پر کرونا وېروس د اخته کسانو درملنه پرې وکړي.

دبنګله دېش کرکټ بورد ویلي چې دا پېسې شاوخوا ۳۰لکه روپۍ کېږي چې د نورو پېسو راټولولو لپاره هم هڅې روانې دي.

دې کرکټ بورډ په خپلو پیغامونه کې له خلکو غوښتي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.

او ددې لوبډلې ځینو لوبغاړو خپل نیم معاش د کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړی کړی  دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA