slideshow

26 March 2020
لیکونکی: شمس الرحمن شمس

افغان حکومت په مشروط ډول سل طالب بندیان ازادوي

پرون افغان حکومت او طالب استازو له یو بل سره د سکایب له لارې د بندیانو پر خوشې کولو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي د چهارشنبې ورځ طالبانو او افغان حکومت د تماس ډلو ترمنځ د بندیانو پر خوشې  کولو خبرې شوي او ددې مخامخ خبرو وروسته افغان حکومت پرېکړه کړې، چې سل طالب بندیان به په مشروط ډول خوشې کوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې دا بندیان به د راروانې سه شنبې د وري دولسمې ورځې پورې خوشې شي.

ده همدارنګه ویلي چې د نورو بحثونو لپاره به په راتلونکو ورځو کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم منلي چې د دوی ډلې د افغان حکومت له استازو سره د بندیانو پر موضوع څلور ساعته خبرې کړي دي.

د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پر سر د جنجالونو له کبله د بین الافغاني خبرې هم ځنډیدلي دي.

 

ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *