slideshow

26 March 2020
لیکونکی: شمس الرحمن شمس

افغانستان کې د جګړې پر درېدو د ملګرو ملتونو ټینګار

ملګري ملتونه د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې افغانستان کې روانه جګړه ودروي.

یوناما په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ۲۵ورځو کې افغانستان کې د روانې جګړې له کبله سل تنه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو د جګړې له ښکېلو لورو غوښتې چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

اعلامیه کې لیکل شوي چې د ملکیانو ډېره مرګ ژوبله داعش او طالبانو  اړولې خو د افغان ځواکونو په بریدونو کې هم ملکیانو ته د مرګ ژوبلې راپورونه شته.

له  دې سره خوا کې د ملګرو  ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش کابل کې د سېکانو پر درمسال باندې برید غندلی او د جګړې په ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې باید جګړه ودروي او یو سملاسي اوربند رامنځته کړي.

ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *