ads

په کابل کې پر درمسال په برید کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واښته

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د کابل ښار د لومړۍ امنیتۍ حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې پر یو درمسال د نن ورځې وسله وال برید د یو برید ګر په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند محمد طارق ارین وایي، د نن ورځې په برید کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1399
په کابل کې پر درمسال په برید کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله واښته

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د کابل ښار د لومړۍ امنیتۍ حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې پر یو درمسال د نن ورځې وسله وال برید د یو برید ګر په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد طارق ارین وایي، د نن ورځې په برید کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ژبل دي.
هغه زیاتوي، چې ځانګړي ځواکونه پر دې توانېدلي، څو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ ملکي وګړي وژغوري.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA