د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا وېروس د ۳۲ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي، چې نوې پېښې ټولې په هرات ولایت کې تشخیص شوې دي.
هغه دا نه دي ویلي، چې پر کورونا ناورغۍ تازه اخته شوي کسان له کوم بهرني هېواده راغلي وو او که په هېواد کې دننه پر دغه وېروس اخته شوي دي.
خو تر دې وړاندې روغتیایي چارواکو خبر ورکړی و، چې په افغانستان ډېری هغه کسان چې پر کورونا وېروس اخته شوي، په دې وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی و.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز هم د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، که افغانان او په ټوله کې افغان حکومت دغه مسله جدي ونه ګڼي، اټکل شته چې ۱۶ میلیونه وګړي پر کورونا اخته شي.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې ۷۴ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، چې دوه تنه ترې روغ شوي او یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.