د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولین په هېواد کې د کورونا وېروس د ۳۲ نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره دلته د کورونا وېروس د ګرځېدنې او خورېدنې خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهار شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د کورونا ناروغۍ ۳۲ نوې پېښې په هرات او کابل ولایتونو کې تشخیص شوې دي.
مایار په هرات ولایت کې د کورنا ناروغۍ له کبله د یوې ۴۵ کلنې مېرمنې مړینه هم تایید کړه او زیاته یې کړه چې یادې مېرمنې او یو شمېر نوروکسانو، چې تازه په هرات ولایت کې پر دې ناروغۍ ککړ شوي، په دې وروستیو کې یې کوم بهرني هېواد ته سفر نه دی کړی.
د ده په خبره، له دې سره معلومېږي چې په هېواد کې د کورونا وېروس ګرځېدنه او خورېدنه هم پیل شوه.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز هم د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، که افغانان او په ټوله کې افغان حکومت دغه مسله جدي ونه ګڼي، اټکل شته چې ۱۶ میلیونه وګړي پرې اخته شي.