د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې اته ملکي وکړي پکې وژل شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، نن سهار۱۰بجې د موسی کلا ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملکي کسانو پرسراچه موټر د سړک غاړې په ماین چاودنه کې اتو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ځواک په خبره، دا پېښه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.
که څه هم تراوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخستي، خو امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي.