ads

په هرات کې یوه ۴۵ کلنه مېرمن د کورونا ناورغۍ له کبله مړه شوه

د هرات روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یوې مېرمنې د کورونا ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. د دغه ولایت د روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وایي، یادې مېرمنې په تجرید شیدایي روغتون کې ساه ورکړې ده. د هغه په خبره، مړه شوې مېرمن ۴۵ کلنه وه او ایران ته یې هم سفر نه و […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1399
په هرات کې یوه ۴۵ کلنه مېرمن د کورونا ناورغۍ له کبله مړه شوه

د هرات روغتیایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یوې مېرمنې د کورونا ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.
د دغه ولایت د روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وایي، یادې مېرمنې په تجرید شیدایي روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هغه په خبره، مړه شوې مېرمن ۴۵ کلنه وه او ایران ته یې هم سفر نه و کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې لومړي ۴۰ کلن سړي درې ورځې وړاندې د دغه وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د ویلو ده چې اوسمهال په هېواد کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۴ تنو ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA