د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې دوې هغه رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې څه موده وړاندې یې کارونه پیل شوي وو.
د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جاغوري ولسوالۍ اړوند په خشکک او سرخ ده کلو کې د اوبو یو حوض او یو استنادي دېوال تر رغېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خبرپاڼې له مخې، پر دې پروژو نهه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی دی.
که څه هم په هېواد کې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو کارونه روان دي، خو هېوادوالو دا کافي نه بولي او په دې برخه کې د حکومت پر لا ډېرې پاملرنې ټینګار کوي.