ads

په خوست کې ځوانان خلکو ته د کورونا وېروس په تړاو عامه پوهاوي ورکوي

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې، د دولتي چارواکو ترڅنګ د عامه خلکو ذهنونه هم په همدې موضوع راټول شوي او هره ورځ يې د وقايې او مخنيوي پر لارو چارو غږېږي. سره له دې چې افغان حکومت د غږیزو، انځوریزو رسنیو او ټولنیزې میډیا له لارې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1399
په خوست کې ځوانان خلکو ته د کورونا وېروس په تړاو عامه پوهاوي ورکوي

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې، د دولتي چارواکو ترڅنګ د عامه خلکو ذهنونه هم په همدې موضوع راټول شوي او هره ورځ يې د وقايې او مخنيوي پر لارو چارو غږېږي.
سره له دې چې افغان حکومت د غږیزو، انځوریزو رسنیو او ټولنیزې میډیا له لارې ولس ته د وقايې او د یاد وېروس څخه د خونديتوب بیلا بيلې لارې ښيي، خو ترڅنګ يې مدني ټولنې په ځانګړي ډول ځوانان هم ددې نړيوالې وبا د خطراتو زیانونو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی د ځانونو مسؤلیت ګڼي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی خليل جان ګربزوال وايي، خپلو کليوالو ته په جماعت کې ترلمانځه وروسته د کورونا ويروس څخه د ځان او کورنۍ ساتنې په تړاو عامه پوهاوی ورکوي.
دوه تنه نور مدني فعالان محمدیوسف او خیرالله حیران چې د فېسبوک ترڅنګ په کلي او بانډو کې هم د کورونا ويروس په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي وايي، دا د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو مسوليت دی، چې ددې خطرناکې او ژر خپرېدونکي وبا په تړاو خلک وپوهاوي او ورته د خلاصون او مخنیوي لارې چارې وښيي.
دوی له خلکو غواړي چې کورونا ويروس بابیزه ونه ګڼي او ورڅخه پښېدونکی خطر جدي ونيسي.
ددې ولايت دولتي چارواکي هم غلي ناست نه دي، ځايي ادارې په خوست کې په لويو راټولېدنو، په تفريحي پارکونو او په ټوله کې پر ډیرې ګڼو ګوڼې بندیزونه لګولي او ګواښ يې کړی که څوک د عامې روغتیا ریاست له لوري شوي سپارښتنې عملي نه کړي، پروړاندې به يې جدي اقدام کوي.
د خوست د عامه روغتیا مسولين هم د کورونا ويروس د مخنیوي لپاره دلومړنيو تدابیر د نیولو ډاډ ورکوي.
د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي پدې ولایت کې يې د پنځوس بستریز روغتون ترڅنګ د خوست او کابل په عمومي لاره کې صحي ټيمونه ځاپرځای کړي، څو هغه کسان معاينه کړې چې له نورو ولايتونو خوست ته راځي.
د انصاري په وینا په عامه ځایونو، محبس او اداراتو کې يې د وېروس ضد دوا پاشل هم پیل کړي دي‌.
د یادونې ده، چې تردې دمه په هیواد کې د کورونا ويروس ۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ډیری د هيواد په لوديځ هرات ولايت کې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره پکارده چې خلک د کورونا ويروس جدي ونيسي او د وقايوي تدابیرو د نه پاملرنې په صورت کې ممکنه چې ډیری هیوادوال پرې اخته شي او د ډیرو ژوند واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA