ads

د کابل ښار په شور بازار سیمه کې پر درمسال وسله وال برید روان دی

د کابل امنیتي چارواکي د دغه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې درمسال ته د یو وسله وال کس د ننوتلو خبر ورکوي. د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې او ۴۵ دقیقې یو وسله وال کس د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1399
د کابل ښار په شور بازار سیمه کې پر درمسال وسله وال برید روان دی

د کابل امنیتي چارواکي د دغه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې درمسال ته د یو وسله وال کس د ننوتلو خبر ورکوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې او ۴۵ دقیقې یو وسله وال کس د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې یو درمسال ته ننوتلی او له همغه ځایه یې له افغان ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.
د هغه په خبره، پولیس سیمې ته رسېدلي او د وسله وال بریدګر د له منځه وړلو هڅه کوي.
د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر اسه د برید مسولیت هم کومې وسله والو ډلې پر غاړ نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA