ads

د خطر زنګ

د نویو او تازه خپرو شویو شمېرو له مخې کرونا په افغانستان کې خپل جدي پړاو ته دننه شوې، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې لا هم حکومت د هغه د مخنیوي لپاره پوره جدیت نه‌لري. که چېرته دغه حالت دوام ومومي، ښايي پایلې او نتایج يې د زغم وړ نه ‌وي. پرون په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1399
د خطر زنګ

د نویو او تازه خپرو شویو شمېرو له مخې کرونا په افغانستان کې خپل جدي پړاو ته دننه شوې، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې لا هم حکومت د هغه د مخنیوي لپاره پوره جدیت نه‌لري. که چېرته دغه حالت دوام ومومي، ښايي پایلې او نتایج يې د زغم وړ نه ‌وي.
پرون په هرات کې د کرونا د ۳۲ نویو مثبتو پېښو په ثبتېدلو سره په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ تنو ته ورسېده، چې نن دا شمېره ۷۹ ته ورسېده او د خطر زنګ يې وکړنګاوه. کرونا یو لوی خطر دی؛ نو که په جدي توګه یې د مخنیوي لپاره تدابیر ونه‌نیول شي، په چټکۍ سره به په ټول هېواد کې خپور شي.
کورونا تقریباً نیمايي نړۍ لاندې کړې او د ځینو ډېرو پرمختللو هېوادونو مشرانو اعتراف کړی، چې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلي دي. یوه استرالیايي نقاش خو بیا د یوې سترې نقاشۍ له لارې اعلان کړی چې دا «چاره» د بشر له وسه وتلې ده، مګر دا چې وقایوي تدابیر په ټوله نړۍ کې پراخ شي.
د هغو شمېرو له مخې چې د جان هاپکنز پوهنتون خپرې کړې دي، څرګندېږي چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې کابو ۴۲۰زره تنه په کرونا اخته شوي او څه باندې ۱۸نیم زره نور مړه شوي دي.
د مړینې ډېرې پېښې په ایټالیا کې دي، ورپسې چین، اسپانیا، ایران، فرانسه، بریتانیا، نیدرلنډ، جرمني او امریکا هغه هېوادونه دي چې د مرګ او مړينې زیاتې پېښې په کې لیدل شوې دي.
د نړۍ نور هېوادونه، لکه پاکستان، هند، جنوبي کوریا، سویزرلنډ، عربستان او بالاخره زموږ افغانستان بیا د کرونا په پوله ولاړ دي او هر یو د پام وړ پېښې لري او دا وېره هم شته چې که په دغو هېوادونو کې وقایوي تدابیر په سمه توګه رعایت نه‌شي، امکان لري چې ټوله سیمه په سر واخلي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت که څه هم په تېره اوږده موده کې تر یوې کچې پورې خلک اغفال کړي وو او خپل مسوولیتونه يې لکه څنګه چې تمه کېده نه‌دي ترسره کړي، خو وروستۍ ګوت‌څنډنې یې د پام وړ دي.
د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، زموږ په هېواد کې شاوخوا ۷۹مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دغه راز درې تنه تر اوسه د کرونا له کبله مړه شوي او کابو ۴۰۰پېښې مشکوکې دي.
د روغتیا وزیر د نړیوالو موندنو پر اساس تېره ورځ خبر وکړ چې ښايي د افغانستان له ۳۲ملیونه وګړو څخه کابو ۱۶ملیونه یې په کرونا اخته شي. دغه راز ویل شوي چې نېږدې یو ملیون وګړي به جدي روغتیايي مراقبتونو او روغتيايي خدمتونو ته اړتیا ولري او څه باندې سل زره تنه ښايي له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
که څه هم دا شمېرې یو ډول اټکلي اړخ لري، خو د دې څرګندويي کوي چې افغانستان په لویه کچه د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دی. په داسې يوه حالت کې د افغانانو لپاره په کار دي چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي. خو له دې سره جوخت له کرونا سره په مبارزه کې افغانان باید خپله روحیه هم ونه‌‌بایلي. ځکه هماغسې چې له دغه ویروس سره مبارزه ترینګلې او سخته ده، د ځان ساتنې لارې چارې یې اسانه دي. ولس باید په یوه اواز د کرونا پر ضد جنګ ته راووځي.
د ماسکونو لګول، د دستکشونو په لاس کول، په صابون د لاسونو مینځل، له یو بل سره واټن رعایتول، یو بل نه ‌ښکلول، په غېږ روغبړ نه‌ کول او بالاخره له اړتیا پرته له خپلو کورونو څخه نه‌‌راوتل له کرونا سره د مبارزې اسانه لارې چارې دي او فقط زموږ په عادتونو کې له بدلون سره اړیکه لري او بس.
که چېرې دغه ساده سپارښتنې جدي وګڼل شي، هم به مو ځان خوندي کړی وي، هم به مو خپلې کورنۍ ژغورلې وې، هم به مو نورو وطنوالو ته زیان نه‌وي رسولی او هم به مو په لویه کچه د افغانستان روغتیايي ټیمونو ته د دې فرصت برابر کړی وي چې په ښه او سمه توګه د ناروغانو درملنه وکړای شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA