ads

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر نړیوالو غږ کړی، چې کورونا وېروس په ټوله نړۍ کې په خپرېدو دی، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کې د جګړې ټولې غاړې اوربند وکړي. هغه زیاته کړې، چې د جګړې قربانیان پر کوروناویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د ښاغلي گوتیرېش […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1399
ملګرو ملتونو په نړۍ کې د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر نړیوالو غږ کړی، چې کورونا وېروس په ټوله نړۍ کې په خپرېدو دی، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کې د جګړې ټولې غاړې اوربند وکړي.
هغه زیاته کړې، چې د جګړې قربانیان پر کوروناویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ښاغلي گوتیرېش په وینا، د جګړو له کبله په ښکېلو هېوادونو کې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمېر دي، چې په داسې حال کې هغوی هم هره وخت له برید سره مخامخ دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، دمګړۍ د نړې په ۱۹۰ هېوادونو کې ۳۳۴ زره او ۹۸۱ کسان په کوروناوېروس اخته شوي او ۱۴۲۶۵ کسان ترې مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA