ads

پاکستان کرونا سره د مبارزې لپاره له پوځ څخه مرسته غوښتې

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت په اعلامه کې ویل شوي، د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې له پاکستاني پوځ نه غوښتنه شوې چې په ټول هېواد کې د ملکي ادارو سره مرسته وکړي. په ټول پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زرو ته […]

نویسنده: shams
5 وری 1399
پاکستان کرونا سره د مبارزې لپاره له پوځ څخه مرسته غوښتې

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت په اعلامه کې ویل شوي، د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې له پاکستاني پوځ نه غوښتنه شوې چې په ټول هېواد کې د ملکي ادارو سره مرسته وکړي.

په ټول پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زرو ته نږدې شوی دی او په دې هېواد کې تر دې دمه ۶ کسان ددې وېروس له کبله مړه شوي دي.

پاکستان کې ددې وېروس د مخنیوي لپاره په یو شمېر سیمو کې د خلکو پر ګرځېدو بندیز لګول شوی او له خلکو ته ویل شوي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.

د معلوماتو له مخې نړۍ کې د کرونا وېروس له کبله د مړو شمېر له ۱۶زرو اوښتی او پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر۳لکه او۶۷زرو ښودل شوی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA