ads

ارګ: د امریکا د مرستو کمېدل مو پر کلیدي سکټور اغېز نه کوي

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې، د عبدالله عبدالله هغه غوښتنه رد کړې، چې ګواکي په اساسي قانون کې دې بدلون راشي. ارګ ویلي، د اساسي قانون بدلون یوازې د لویې جرګې دنده ده […]

نویسنده: shams
5 وری 1399
ارګ: د امریکا د مرستو کمېدل مو پر کلیدي سکټور اغېز نه کوي
ارګ مانۍ

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې، د عبدالله عبدالله هغه غوښتنه رد کړې، چې ګواکي په اساسي قانون کې دې بدلون راشي.

ارګ ویلي، د اساسي قانون بدلون یوازې د لویې جرګې دنده ده او دا کار د حکومت له وسه لوړ دی.

په دې اعلامیه کې حکومت هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل به پر مهمو برخو او کلیدي سکټورونو منفي اغېز ونه کړي.

د اعلامیې په خبره، هر حکومت د احتیاطي برنامو لپاره بودجه په پام کې نیسي، چې افغان حکومت له وړاندې په دې اړه برنامې طرحه کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې مایک پامپیو له افغان مشرانو سره تر لیدنې وروسته قطر او بیا امریکا ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، مایک پامپیو د جمهور رییس غني او ډاکتر عبدالله تر منځ  پر جوړجاړي ونه توانېد، نو د دې لپاره چې د افغان مشرانو نه موافقه د امریکا ګټو ته مستقیم ګواښ دی، متحده ایالتونه به ژر تر ژره له افغانستان سره پر خپلو مرستو بیا کتنه وکړي او د اوس لپاره به له دغه هېواد سره د یو میلیارد ډالرو مرسته کمه کړي.

د سرچیني په وینا، د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر په عین حال کې ویلي، که افغان مشران یو داسې پراخ حکومت ومني چې امنیت راوستلی او د سولې په پروسه کې ګډون کولی شي، د امریکا متحد ایالتونه حاضره دي چې ملاتړ یې وکړي او له خپلو پرېکړو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د واک پر سر د افغان مشرانو تر منځ راپیداشوې شخړه حل کړي، خو د دوی لیدنې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA