ads

د ارزګان اوسېدونکي او سرتیري نوی کابل بانک د دوی د پیسو په غلا کولو تورنوي

په ارزګان کې خلک د دغه ولايت پر نوي کابل بانک تور لګوي، چې ورڅخه پیسي غلاکوې. د ارزګان ولایت خلک وايي، د خپلو پیسو په ساتلو کې حیران پاتې دي. دوي ادعاکوي، چې په ارزګان کې د نوي کابل بانک مسولین د دې پرځاي چې له پیسو څخه يې ساتنه وکړي، د دوی له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 وری 1399
د ارزګان اوسېدونکي او سرتیري نوی کابل بانک د دوی د پیسو په غلا کولو تورنوي

په ارزګان کې خلک د دغه ولايت پر نوي کابل بانک تور لګوي، چې ورڅخه پیسي غلاکوې.
د ارزګان ولایت خلک وايي، د خپلو پیسو په ساتلو کې حیران پاتې دي.
دوي ادعاکوي، چې په ارزګان کې د نوي کابل بانک مسولین د دې پرځاي چې له پیسو څخه يې ساتنه وکړي، د دوی له حسابونو په غیرقانوني ډول پیسې ګرځوي.
«زه په نوي کابل بانک کې اکانټ لرم او یو دولتي کارمند یم. هلته مې معاش جمع کېږې، ما په دغه بانک کې ۳۵ زره افغانۍ له یونېم کال راهیسې ساتلې وې؛ خو کله چې تر یو نیم کال ورسته د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یاد بانک ته ورغلم، د بانک کارکونکو راته وویل چې ستاسو په اکانټ کې پیسې صفر دې. بیا مې ورته وویل، چې ماخو ندي اخیستي څنګه بیا صفر شوې، هغه وویل موږ نه یو خبر. زه بله ورځ پخپلو پیسو پسې ورغلم، تر ډېرو خبرو او لانجو وروسته یې پیسې راکړې.»
پر همدې مهال هغه افغان سرتېري چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي، زياته وي چې د هرې مياشتې په معاش کې يې له سلو څخه تر ۳۰۰ افغانيو پوري پیسي ورک کېږي.
«زه د دویمي حوزي سربازیم. په قوماندانۍ کې راته ۱۳۲۰۰ افغانۍ معاش حواله شي، خو کله چې بانک ته ورشم، ۱۳۰۰۰افغاني راکړي، دو سوه راڅخه وګر ځوي.»
دغه دوه سرتېرې په ارزګان ولایت کې د ۴۹۰۰ پولیس له جملي څخه دې چې ادعاکوي له اکونټ څخه پیسي غلاکېږې، خو دغه ډول لسګونه نورو سرتیرو هم ورته ادعاوې درلودي.
په ورته وخت کې يو شمېر نور دولتي کارکوونکي، چې په ياد بانک کې بانکي حسابونه لري، ادعا کوي، چې د خپل حساب معلومولو لپاره هم ترې ۵۰۰ افغاني غوښتل کېږي.
«زه په نوي کابل بانک حساب لرم، په خپل اکانټ کې مې ۸۰۰ افغانۍ لرلې، خو د یاد بانک مسولینو راڅخه وګرځولۍ او راته ویې ویل، چې ستاسو پیسي سیستم کاټ کړې دې. ما د خپل حساب د راپور راکولو غوښتنه ترې وکړه، خو هغوی د ۵۰۰ افغانیو غوښتنه راڅخه وکړه.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید یاد بانک په فساد تورن کړي و.
په ټولو کې خلک غوښتنه کوي، چې د یاد بانک له مسولینو سره دې دولت حساب وکړي او عدالي اوقضایي ارګانوته یې دې ور وپېژني.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA