ads

په کندز کې ۲۴ وسله وال طالبان ووژل شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندز ولایت کې پر وسله والو طالبانو د یو ضد برید په ترڅ کې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد برید په پایله کې د دې ډلې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 وری 1399
په کندز کې ۲۴ وسله وال طالبان ووژل شول
افغان ځواکونه/ کندز

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندز ولایت کې پر وسله والو طالبانو د یو ضد برید په ترڅ کې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد برید په پایله کې د دې ډلې د یو قومندان قاري حافظ په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې دوو افغان سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ژوبل دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی، چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبلې اړولو ادعا شوې ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA