د هلمند امنیتي چارواکي د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ۲۱۵میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر کزمه وسله والو طالبانو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.
یوې بلې امنیتي سرچینې هم خبر ورکړی، چې هلته د شوکت کمپ په سیمه کې د طالبانو په ډلیز برید کې د هغوی شپږ غړي وژل شوي او د دې ډلې قومندان قاري عزت الله ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ