د افغانستان سولې پروسې، جګړې او سیاسي لانجو په نسبت د امریکا متحده ایالتونو چوپتیا ښيي چې د افغانستان د دغه لوی ستراتیژیک ملګري په اوړو کې شګه ده.
له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو د خبرو اترو له پیله عمومي تصور دا و چې دغه هېواد به د افغانستان شتو کورنیو ستونزو ته په پام، له داسې یوه موقفه راڅرګندېږي چې په نتیجه کې به یې افغانستان بنسټیز ثبات ته ورسي، خو اوس شرایط بر عکس په شا درومي او ورځ تر بلې د خلکو بېباوري زیاتېږي.
په قطر کې د سولې خبرې اترې داسې مهال راغوټه شوې چې په کور دننه په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ډېر کم وخت پاتې و. په لومړي سر کې ولس ته په لویه کچه داسې پوهاوی ورکړل شو چې ګواکې ټاکنې به نه کېږي، خو بیا وروسته مو په سر سترګو ولیدل چې ټاکنې وشوې. د ټاکنو د پایلو پر مهال د لومړنیو او وروستیو پایلو په تړاو د نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو بېدریځۍ، نهیوازې دا بهیر سبوتاژ کړ، بلکې په یوه هېواد کې یې د دوو سیاسي جوړښتونو رامنځ ته کېدو ته هم زمینه برابره کړه.
ډاکتر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو ګټونکی اعلان شو او ډاکتر عبدالله خپله ځان جمهور رییس اعلان کړ. دواړو په جلا جلا توګه د تحلیف بېلا بېل مراسم هم ترسره کړل. دې وضعیت ولس د راتلونکي په اړه لا نور هم پسې اندېښمن کړ.
اوس چې له دې پېښې څه باندې دوې اوونۍ تېرېږي، لا هم د امریکا متحده ایالاتو دریځ ناڅرګند او نامعلومه دی. که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، له شک پرته چې په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان د ګڼو نورو ستونزو شاهد هم وي؛ داسې ستونزې چې کنټرولول به یې د ډېرو له وسه وتلی وي.
د سولې په رابطه؛ افغان ولس باور درلود چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون به کرار کرار په افغانستان کې د اوږدمهاله اوربند سبب شي، خو د زابل ولایت وروستۍ پېښې، هم عام ولس، هم حکومت او هم نړیواله ټولنه د سولې د هڅو په نسبت بېباوره کړې دي. حتا د دغسې پېښو په زیاتېدو سره د دې وېره هم شته چې د سولې هڅې چورلټ ناکامه شي. ځکه ولس په هېڅوجه د خپلو اولادونو د قتل او مرګ ننداره نهشي کولای.
موږ ولیدل چې د حکومت وسلهوالو مخالفانو په زابل ولایت کې پر يوې امنیتي پوستې برید وکړ او ۲۴تنه عسکر یې ووژل. رسنیو دا برید د توافقنامې تر لاسلیک وروسته ترټولو خونړی برید ګڼلی دی. پر دې سربېره د افغانستان په ۱۷نورو ولایتونو کې هم جګړو شدت موندلی دی. دغه حملې او بریدونه ښيي چې د حکومت وسلهوال مخالفان د تاوتریخوالي کمولو ته ژمنتیا نهلري او دا هغه ټکی دی چې د سولې بهیر په ټینګه ننګولی شي.
له بل لوري تراوسه د بینالافغاني مذاکراتو برخلیک هم نامعلومه دی. حکومت تازه په تازه ویلي چې مذاکراتي ټیم بشپړ شوی، خو لا يې نهدی اعلان کړی.
د طالب زندانیانو خوشېکول بله ننګوونکې موضوع ده چې د ډاکټر غني په مشرۍ حکومت یې په اړه مقطعي موضعنیونې لري، کله یوه پرېکړه او کله بله پرېکړه کوي. منتقدین په دې باور دي چې دغسې سردرګمي د سولې په بینالافغاني خبرو اترو ناوړه اغېزه کولای شي.
له دې ټولو ستونزو سره سره چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي، اقتصادي تنګسه او د کرونا ګواښ، هغه نورې ننګونې او فشارونه دي چې له افغانانو یې لار ورکه کړې ده.
له دې ټولو سره سره تمه ده چې نړیواله ټولنه نهیوازې د حکومتوالۍ او سولې په برخه کې د افغانانو مرستې وکړي، بلکې په اقتصادي او روغتیايي ډګر کې؛ په تېره بیا له کرونا سره د مبارزې په اړوند د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ