ads

سوداګرې مېرمنې: په سوداګرۍ کې مو ۴۰ فیصده ښه والی راغلی

په ننګرهار کې ښځينه سوداګرې وایي، په تېر ۱۳۹۸ لمریز کال کې یې په سوداګریزه برخه کې ۴۰سنله ښه والی راغلی دی. د دغه ولایت د قالین اوبدولو د ټولنې رییسه شریفه احمدزۍ وایي، په تېر کال کې که څه هم ښځینه سوداګرو په زیاتو برخو کې ستونزې لرلې، خو بیا هم توانېدلي چې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 وری 1399
سوداګرې مېرمنې: په سوداګرۍ کې مو ۴۰ فیصده ښه والی راغلی

په ننګرهار کې ښځينه سوداګرې وایي، په تېر ۱۳۹۸ لمریز کال کې یې په سوداګریزه برخه کې ۴۰سنله ښه والی راغلی دی.
د دغه ولایت د قالین اوبدولو د ټولنې رییسه شریفه احمدزۍ وایي، په تېر کال کې که څه هم ښځینه سوداګرو په زیاتو برخو کې ستونزې لرلې، خو بیا هم توانېدلي چې په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
هغې زیاته کړه، اوسمهال په مرکز او ولسوالیو کې په زرګونه مېرمنې په خامک دوزۍ، غلۍ اوبدلو او په نورو برخو کې فعالیت کوي.
احمدزۍ همداراز پر حکومت نیوکه کوي، چې مېرمنو ته یې د سوداګرۍ په برخه کې پام نشته دی.
ښځینه فعاله ملالۍ افغان بیا په سوداګریزه برخه کې د ښځینه سوداګرو پرمختګ مهم بولي او ټینګار کوي، چې حکومت دې د دوی لاسي توکو ته د مناسب بازار په لټه کې شي.
هغه ټینګار کوي که حکومت مېرمنو ته په سوداګریزه برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، نه یوازې به دوی په سوداګریزه برخه کې ګڼې لاسته راوړنې ولري، بلکې د مېرمنو پر وړاندې به د کورني تاوتریخوالي په کمېدو کې هم مهم رول ولري.
په ورته مهال د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست مسولینې وایي، په تېر لمریز کال کې یې په مرکز او ولسوالیو کې د ښځنیه وو د اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره ګڼې پروژې پلې کړي دي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایي، تېر کال یې د مختلفو ادارو په مرسته شاوخوا ۸ نیم زره مېرمنو ته حرفوي زده کړې وکړې او په دې برخه کې یې ورته د کار زمینه برابره کړې ده.
فتانه عزیز همداراز د ښځینه وو سوداګري په ځان بساینې لپاره مهمه بولي او وایي، هڅه کوي چې په دې برخه کې مېرمنو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په ننګرهار کې ښځينه سوداګرې داسې مهال په دې برخه کې د لاسته راوړنو خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ولسوالیو كې سوداګرې او كسب ګرې ښځې شكايت لري، چې د دوى لاسي كارونو او توليداتو ته لازمه بازار موندنه نه كېږي او د اړوندو ارګانونو ټولې هڅې يوازې په مركز پورې مربوطې پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA