د رسنیو د راپورونو له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره اوښتی دی.
د شمېرو پر اساس، د امریکا په مهم ښار نیویارک کې کورونا وېروس په هر ساعت کې د یو کس ژوند اخلي.
دمګړی په امریکا کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۷ زره اوښتی او د دغه هېواد واکمنه اداره هڅه کوي، چې د پراخېدو مخه یې ونیسي.
په ایټالیا کې بیا دغه شمېر ۵۳۵۸۷ ته رسېدلی او ۴۸۲۵ تنه یې وژلي دي.
په جرمني، هسپانیې او فرانسې کې هم بېړنی حالت اعلان شوی او هلته کورونا وېروس د پراختیا په حال کې دی.
کورونا وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې را څرګند شو، چې تر دامهاله یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


