د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې د څلورو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش کلید ته وویل، چې وسله والو طالبانو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې په برید کې څلور سیمه ییز پولیس وژلي او درې نورې یې ټپیان کړي دي.
هغه زیاتوي، چې په دې نښته کې درې طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.