ads

په پکتیکا کې لاهم د لومړنیو خوراکي توکو بيې لوړې دي

برکت خان طوفان له کلید سره په خبرو کې وویل، دلته چې له سوداګرو سره کوم مالونه او توکي موجود دي، له نن څخه شل دېرش ورځې وړاندې يي راوړي دي. هغه څرګندوي، سره له دې چې ترانزیټي لارې د لویو موټرو پر مخ پرانستې دي، خو هټيوال او سوداګر د خلکو له مجبوریته بده […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 وری 1399
په پکتیکا کې لاهم د لومړنیو خوراکي توکو بيې لوړې دي

برکت خان طوفان له کلید سره په خبرو کې وویل، دلته چې له سوداګرو سره کوم مالونه او توکي موجود دي، له نن څخه شل دېرش ورځې وړاندې يي راوړي دي.
هغه څرګندوي، سره له دې چې ترانزیټي لارې د لویو موټرو پر مخ پرانستې دي، خو هټيوال او سوداګر د خلکو له مجبوریته بده ګټه اخلي او په یوه بوجۍ اوړو کې ۴۰۰ افغانۍ زیاتي اخلي.
جان محمد وايي، هټيوال ځکه توکي په لوړه بیه پلوري چې د بازار د څارنې او کنټرول کمېسیون په سم ډول نرخونه نه کنټرولوي.
هغه وویل، دلته ډېر داسې هټيوال شته چې د اوړو، وریجو او غوړیو په نرخونو کې يي درې څلور سوه افغانۍ زیاتوالی راوستی دی.
محمدالله د ښرنې په ښار کې نانوايي لري. هغه وایي، لس ورځې وړاندې يې یوه بوجۍ اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ را نیول، خو اوس يي بیه څه کم دوه زره افغانۍ شوې ده.
پر همدې مهال په پکتیکا کې د نرخونو د کنټرول کمېسیون مشر انجنیر ذاهیدالله له کلید سره په خبرو کې وویل، له تېرو څلورو ورځو راهیسي يې د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو له بازارونو څخه لیدنې کړې دي.
هغه څرګندوي، لس هغه لويې مغازې يې تړلې چې پر خلکو يې خوراکي توکي په لوړه بیه پلورل او هم يې د څارنې ډله اوس په بازار کې د نرخونو په کنټرول بوخته ده.
یاده دي وې، چې د پکتیکا چارواکو له ګاونډي هېواد پاکستان سره د انګور اډې لار د کورونا ناروغۍ د مخنیوي په هدف د دوو ورځو لپاره وتړله، خو د خلکو له شکایتونو او د توکو د لوړو بیو له امله يي پرون ورځ بېرته د لویو او او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیسته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA