د ایټالیا روغتیایي چارواکو خبر ورکړی، چې تازه د کورونا وېروس له کبله ۶۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره هلته د کورونا وېروس له امله د وژل شوو کسانو ټول شمېر ۳۴۵۰ کسانو ته لوړ شو.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال تر چین په ایټالیا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر ډېر شوی دی.
په چین کې ۳۲۴۹ تنه د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، خو په ایټالیا کې دغه شمېر تر دې لوړ دی.
کورونا وېروس چې لومړی په چین کې راڅرګند شو، تر اوسه ۲۵۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي، چې وېل کېږي ۸۰ زره خلک ترې روغ شوي او د سرچینو په خبره، اوسمهال تر ۱۰ زره د دغه وېروس د قربانیانو شمېر اوښتی دی.