ads

د کلید د خبریال تر راپور وروسته په ارزګان کې له ۶۵۷۲ کورنیو سره مرسته کېږي

د کلید راډیو څه موده وړاندې په ارزګان ولایت کې د اړمنو خلکو پر ژوند او د هغوی پر اړتیاوو راپور برابر کړی و، چې تر دې وروسته ANCCاو WFP مسیسې دې اړه چمتو شوې، څو هلته له زرګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي او هغوی ته د بیارغونې کارونه وکړي. (ANCC) يا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 وری 1399
د کلید د خبریال تر راپور وروسته په ارزګان کې له ۶۵۷۲ کورنیو سره مرسته کېږي

د کلید راډیو څه موده وړاندې په ارزګان ولایت کې د اړمنو خلکو پر ژوند او د هغوی پر اړتیاوو راپور برابر کړی و، چې تر دې وروسته ANCCاو WFP مسیسې دې اړه چمتو شوې، څو هلته له زرګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي او هغوی ته د بیارغونې کارونه وکړي.
(ANCC) يا د افغانستان لپاره د بیا رغونې موسیسي مسولين وايي، په نېږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ او په يو شمېر ولسواليو کې له بېځايه شوو او بېوزله کورنيو سره مرستې وکړي.
په سوېل لودیځه حوزه کې (ANCC) يا د افغانستان لپاره د بیارغونې موسیسې مسول روح الله پښتون وايي، يادې مرستې به د جګړو پر مهال له۶۵۷۲ زیانمنو شوو کورنيو سره ترسره شي.
نوموړی وايي، پر جګړه ځپلو کورنيو د کليد راډيو تر راپورونو اورېدو وروسته دا مرستې پر اړمنو کورنيو وېشي.
د دې موسیسې مسولين وايې، له يادو کورنيو سره د دغو مرستو د ترسره کېدو ترڅنګ پلان لري، چې د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ، چورې او دهراوود ولسوالیو کې د استنادي دېوالونو د رغولو چاري هم پیل کړي.
هغه زياته وي، چې د بزګرو د ملاتړ په هدف به پر ۴۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه هم ووېشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ارزګان د ګډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو امريت په دغه ولایت کې د جګړو له کبله د زرګونه کورنیو د بېځایه کېدو او مرستو ته د هغو د اړتیا خبر ورکړی و.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA