د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي، چې په دغه هېواد کې د کرونا وېروس د ۹۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره هلته پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴۹ تنو ته رسېدلی دی.
تازه په خېبر پښتونخوا کې ۲۳ او په بلوچستان کې ۷۶ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې تر اوسه دوه تنه هلته د دې ناروغۍ له کبله هلته مړه شوي دي.
دا مهال په سیند ایالت کې ۲۱۳، پنجاب کې ۷۸ ، خیبر پښتونخوا کې ۳۸ ، بلوچستان کې ۴۵، بلتستان کې ۱۵ او پلازمېنه اسلام اباد کې ۸ کسان په کرونا وېروس ککړ شوي دي.
کرونا وېروس چې لومړی په چین کې راڅرګند شو، تر دامهاله یې د نړۍ په ګنو هېوادونو کې زرګوه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.