ads

د ارزګان خلک: حکومت د عدالت په ټینګېدو کې ناکام دی

په ارزګان کې د قومونو د يووالي په نوم په يوه جوړه شوې غونډه کې له حکومت څخه د خلکو د حقوقو د تامین غوښتنه وشوه. دا غونډه، چې د قومي مشر عبدالباري باور له لوري جوړه شوې وه، پکې سلګونه کسانو کډون کړی و. د غونډې برخوال وايي، ياده ناسته له بېلابېلو قومونو جوړه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 وری 1399
د ارزګان خلک: حکومت د عدالت په ټینګېدو کې ناکام دی

په ارزګان کې د قومونو د يووالي په نوم په يوه جوړه شوې غونډه کې له حکومت څخه د خلکو د حقوقو د تامین غوښتنه وشوه.
دا غونډه، چې د قومي مشر عبدالباري باور له لوري جوړه شوې وه، پکې سلګونه کسانو کډون کړی و.
د غونډې برخوال وايي، ياده ناسته له بېلابېلو قومونو جوړه شوې او له حکومت څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.
دوی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړي، چې د سولې د روانې پروسې د هر ډول معاملې په اړه دې عامو خلکو ته معلومات ورکړي.
د دغې شورا مشر عبدالباري باور وايي، د ټولنیزې بې عدالتۍ له کبله ډېرو ځوانانو د افغان حکومت پر وړاندې وسله پورته کړې او په وسله والو ډلو کې شامل شوي دي.
د غونډې نورو برخوالو بیا په هېواد کې پر شته ستونزو خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د زده کړو او په یو شمېر نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د جوړې شوې غونډې په ورستۍ برخه کې يو پنځه مادييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو؛ چې پکې له حکومت څخه د خلکو ستونزو د حل په هدف د پاملرنې غوښتنه شوې وه.
تر دې وړاندې هم په ارزګان ولایت کې ورته ناستې ترسره شوې او له حکومت د ورته ستونزو د حل غوښتنه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA