نن د حوت ۲۹مه؛ د ۱۳۹۸لمریز کال وروستۍ ورځ ده. دغه کال د نورو کلونو په څېر په بېلابېلو، سیاسي، امنیتي، اقتصادي او حتا روغتیايي برخو کې خپلې لوړې ژورې درلودې؛ داسې لوړې او ژورې چې ښايي اغېزې یې په ۱۳۹۹لمریز کال کې هم متصوره وي.
په امنیتي برخه کې افغانستان د ځینو داسې پېښو او بریدونو شاهد پاتې شوی چې مرګوني مرګ ژوبله یې له ځانه سره لرلې ده. د بېلګې په توګه د کابل په لوېدیځ کې د واده پر یوه سالون د برید په نتیجه کې د ۶۳تنو وژل کېدل، په ننګرهار کې په یوه جومات کې د دوو چاودنو له امله د ۶۲ تنو وژل کېدل، په کابل کې د دفاع وزارت د لوژیستیک پر ریاست او په غزني کې ملي امنیت ریاست ته څېرمه د وسلهوالو په برید کې د شاوخوا ۲۰۰تنو زدهکوونکو ټپي کېدل، د ۱۳۹۸لمریز کال تر ټولو خونړۍ پېښې وې چې عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سیاسي برخه کې، بیا انتخاباتي لانجو د خلکو پر ژوند سیوری غوړولی و. دغه لانجې څو میاشتې اوږدې شوې او بالاخره د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته هم د حکومت برخلیک لاینحله پاتې شوه. د ډاکټر غني د تحلیف مراسمو په ورځ ډاکټر عبدالله هم د تحلیف جلا مراسم ترسره کړل او ځان یې د جلا حکومت مشر وباله.
که څه هم د افغانستان لهپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د تفاهم ډېره هڅه وکړه، خو د ۱۳۹۸لمریز کال د پای تر شیبو یې کوښښونه ناکام شول او داسې ښکاري چې افغانان، ښايي د ۱۳۹۹لمریز کال په لومړیو میاشتو کې هم د دغه کشمکش شاهدان وي.
د سیاسي او انتخاباتي کشمکشونو ترڅنګ په ۱۳۹۸لمریز کال کې بله د پام وړ مسئله د سولې د ټینګښت وه. په دغه کال کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ غونډو شدت وموند او بالاخره دغه ناستې- پاستې د دغو دواړو لوریو ترمنځ سولې په یوه توافق تمامې شوې؛ داسې یو توافق چې یوازې په کې همدغو لوریو مصوونیت وموند او د افغانانو پر وړاندې د طالبانو جګړه تر ننه جاري ساتل شوې.
سره له دې چې افغان ولس د سولې په بهیر پورې خپلې ډېرې هیلې تړلې وې، خو ولیدل شول چې د سولې هڅې ډېر ژر پیکه شوې او لکه څنګه چې هیله کېده رنګ یې رانهوړ. په دې منځ کې تر ټولو ستونزمنه پروسه د طالب بندیانو خوشې کېدل او د بینالافغاني مذاکراتو پیلیدل وو. که څه هم جمهور رییس غني د تحلیف تر مراسمو وروسته ژمنه وکړه چې د حوت تر ۲۰مې نېټې پورې به د سولې مرکچي پلاوی اعلانوي، خو دغه کار په اصطلاح د کال تر پایه هم بشپړ نهشو. د بندیانو د خوشې کولو پر سر د حکومت او طالبانو ترمنځ فیسبوکي او ټویټي ناندریو دغه بهیر هم وځنډاوه او اوس نهده معلومه چې څه وخت به دغه غوټه خلاصېږي. خو باید ووایو هر تحول چې په دې برخه کې رامنځ ته کېږي، هغه به تر نوروز وروسته وي او باید انتظار وباسو.
په اقتصادي، کرنیز او د کارموندنې په ډګر کې، سره له دې چې حکومت د زیاتو لاستهراوړنو ادعا لري، خو رښتینې دا ده چې افغانانو ډېر څه نهدي لمس کړي او لاهم نیمايي افغانان د فقر تر کچې ټیټ ژوند لري. دا لا پر ځای پرېږده چې همدا تېره دوشنبې یو ناڅاپه د خوراکي توکو قیمتونه اسمان پورته شول، خو د خدای فضل وو چې پولیسو په بیړه اقدام وکړ او قیمتفروشه دوکانداران یې یا جریمه کړل او یا یې دوکانونه ور وتړل.
د دې ټولو ستونزو باوجود په روغتیايي لحاظ هم روان ۱۳۹۸لمریز کال د افغانانو لهپاره ښه نهوو. کرونا ویروس چې سرچینه یې د چین هېواد ووهان ایالت ګڼل کېده، ډېر ژر د دغه هېواد له پولو واوښت او د نورې نړۍ ترڅنګ یې افغانان هم له کړاو سره مخ کړل.
که څه هم په افغانستان کې د دغه ویروس له کبله د مړینې کومه پېښه لا تر اوسه نهده ثبت شوې، خو له څه باندې ۳۰۰مشکوکو پېښو کابو ۲۱ یې مثبتې ختلې دي. له دې ښکاري چې د دغه ویروس ګواښ جدي دی او هیله کېږي چې خلک په ټینګه وقایوي تدابیر ولري. همداراز د حکومت مسوولیت دی چې په دې برخه کې ځانګړې کړې بودجه نوره لوړه کړي. په دې منځ کې رسنۍ، دیني عالمان، مدني ټولنې هم پراخ مسوولیت لری چې خلکو ته د پوهاوي ورکولو برنامې چټکې او زیاتې کړي.
په ورته وخت کې هیله ده چې ۱۳۹۹لمریز کال د ټولو افغانانو لهپاره د سولې، روغتیا، خیر و برکت او له سیاسي او امنیتي ننګونو څخه په څنګ او خوندي کال وي.
مخکې له مخکې مو نوی کال مبارک شه، خو په ځان باندې ډېر پام کوئ او حفظالصحه حتماً رعایت کړئ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ