ads

ننګرهار کې سرحدي پولیسو ۲۶ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي

په ننګرهار کې سرحدي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۶ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي. په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا څخه په خپره شوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ د مومندرې ولسوالۍ په لنډي خیبر سیمه کې د عملیاتو پر مهال په یو سوزکي ډوله موټر […]

نویسنده: shams
29 کب 1398
ننګرهار کې سرحدي پولیسو ۲۶ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي

په ننګرهار کې سرحدي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۶ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي.

په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا څخه په خپره شوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ د مومندرې ولسوالۍ په لنډي خیبر سیمه کې د عملیاتو پر مهال په یو سوزکي ډوله موټر کې یوولس میله کلاشینکوف او ۱۵ میله تفنګچې نیولي دي.

سرچینې زیاه کړې چې موټر چلوونکی له سیمې تښتیدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

چارواکي داسې مهال په ننګرهار کې د وسلو دنیول کیدو خبر ورکوي چې، په دې وروستیو کې د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې خپل سرو وسله والو ډولو خلک اندیښمن کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA