ads

غور ولایت کې د چادونې له کبله ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غور امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار په دې ولایت کې د مسافرو پر موټر ځمکني ماین چاودنه کړې ده چې له کبله یې یوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. ددې ولایت د والي ویاند عارف عابر کلید راډیو ته وویل، د مسافرو دا موټر له هرات څخه غور ولایت ته پر لاره […]

نویسنده: shams
28 کب 1398
غور ولایت کې د چادونې له کبله ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غور امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار په دې ولایت کې د مسافرو پر موټر ځمکني ماین چاودنه کړې ده چې له کبله یې یوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ددې ولایت د والي ویاند عارف عابر کلید راډیو ته وویل، د مسافرو دا موټر له هرات څخه غور ولایت ته پر لاره و چې د سړک غاړې ماین پرې چاودنه وکړه او  یوولس کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د عارف په خبره په چاودنه کې د موټر  چلوونکی وژل شوی او  لس نور  یې ټپیان کړي دي چې په ټپیان کې د دوو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

عارف ادعا کوي چې ماین د وسله والو مخالفینو له لوري ځای پر ځای شوی و

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA