ads

د کرونا له کبله د افغانستان او هند ترمنځ هوایي تګ راتګ بند شو

هند کې د افغانستان سفارت پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د کرونا د خپرېدو له ویرې کابل او نوي ډهلې ترمنځ هوایي تګ راتګ د مارچ تر ۳۱مې بند شوی. هندستان همدارنګه ددې ویرې له کبله چې کرونا ویروس ډېر انسانان ونه نیسي د افغانستان په ګډون له نورو ګاونډیو سره هم پر […]

نویسنده: shams
28 کب 1398
د کرونا له کبله د افغانستان او هند ترمنځ هوایي تګ راتګ بند شو

هند کې د افغانستان سفارت پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د کرونا د خپرېدو له ویرې کابل او نوي ډهلې ترمنځ هوایي تګ راتګ د مارچ تر ۳۱مې بند شوی.

هندستان همدارنګه ددې ویرې له کبله چې کرونا ویروس ډېر انسانان ونه نیسي د افغانستان په ګډون له نورو ګاونډیو سره هم پر الوتنو بندیز لګولی دی.

د راپورونو له مخې اوس په هند کې زرګونه افغان محصلین، سیلانیان، سوداګر او ناروغان ددې بندیز له کبله بند پاتې او مجبور دي چې د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې په تمه پاتي شي.

له هند وړاندې پاکستان هم له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلي دي او بهرنۍ اولوتنې یې محدودې کړي دي.

ویل کېږي پاکستان کې هم د کرونا ویروس په ډېرې چټکۍ سره روان دی، هلته دې ویروس باندې ککړو انسانانو شمېر تر ۱۹۳تنو ته رسېدلی او ددې ویروس له ویرې ډېرو برخو باندې بندیزونه هم لګولي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر نړیوالو غږ کړی چې وروسته پاتې هېوادونو ته خپل پورونه وبښي، ترڅو د کرونا ویروس سره جدي مبارزه وکړای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA