د فرخندې له مظلومانه شهادت څخه دا دی کابو پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم حکومت د دې پېښې د عاملینو په تړاو د ولس غوښتنو ته عملي بڼه نهده ورکړې. دغې بېتفاوتۍ دا اندېښنه راولاړه کړې چې د جنایتکارانو پر وړاندې د حکومت عادي او سرسري چلند به هغوی د لا نورو جنایتونو ترسره کولو ته وهڅوي.
له نن څخه کابو پنځه کاله مخکې په همدې ورځ د افغانستان معاصر تاریخ د يوې داسې زړه بوږنوونکې پېښې شاهد و چې په یادولو سره به يې ډېر وخت د با احساسه افغانانو زړونه له ډېره سوخته اور واخلي.
د ۱۳۹۳لمریز کال د کب میاشتې په ۲۸مه یوه ډله کوڅهډب او لنډغر افراد، د فرخندې په نوم پر یوې بېګناه او مظلومې نجلۍ راتوی شول، او د لغتو، سوکانو او ان غټو غټو ډبرو ګوزارونه یې پرې وکړل، او په عام محضر کې یې شهیده کړه او بیا یې د کابل سیند په یوه وچه لمنه کې د دغې مظلومې او بېدفاع نجلۍ جسد ته اورته ورکړ.
دغه زجروژنه، چې د موبایل له لارې اخیستل شوي فلمونه يې په ټولنیزو رسنیو کې په سرعت سره خپاره شول، د فرخندې او شاه دوشمشیره زیارت د یوه متولي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې وه.
په هغه وخت کې د ټاکل شوي حقیقتموندونکي پلاوي راپور چې تر پېښې شاوخوا ۱۹ورځې وروسته خپور شو، څرګندوي چې د ښار څو اوباشانو او کوڅه ډبو، د زیارت د متولیانو په تحریک، په دې تور فرخنده شهیده کړه چې ګواکې سیپارو ته یې اور اچولی وو.
پولیسو چې د پېښې په ورځ فقط د نندارچیانو رول لوبولی وو، یوه ورځ وروسته لاس په کار شول او په څو ورځو کې یې شاوخوا ۴۶تنه په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور توقیف کړل. خو چا چې د فرخندې پر ټټر موټر ځغلولی و، په نیول شویو کسانو کې نهو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ