ads

په پکتیکا کې د سرګلولې چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړل

د پکتیکا ولایت جانې خېل ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د جانې خېل اوسیدونکي نسیم سلیمانخېل د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، د هستي په کلي کې ماشومانو پر یوې ناچاودلې سرګلولې لوبې کولې، چې پرې ورچاودلې او دواړه يي ټپیان کړي دي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 کب 1398
په پکتیکا کې د سرګلولې چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړل

د پکتیکا ولایت جانې خېل ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د جانې خېل اوسیدونکي نسیم سلیمانخېل د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، د هستي په کلي کې ماشومانو پر یوې ناچاودلې سرګلولې لوبې کولې، چې پرې ورچاودلې او دواړه يي ټپیان کړي دي.
د پکتیکا ولایتي روغتون مشر ډاکتر چنارصدیقي وايي، له یادي پېښې څخه تېر ماښام دوه ماشومان په ټپې حالت کې ور وړل شوي، خو د ژورو ټپونو له امله غزني روغتون ته لیږدول شوي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ هم د پېښي پخلی کړی، خو نور جزیات يي نه دي ورکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA