ads

په هېواد کې له جواز پرته صرافۍ د اندېښنې وړ دي

د کلید ګروپ موندنې ښیي، چې دهېواد په پنځو لویو ولایتونو کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ کې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو؛ چې په غیرقانوني توګه یا له جواز پرته فعالیت کوي، د افغانستان بانک او صرافانو د ټولنو د شمېرو ترمنځ لوی توپیر شتون لري. د افغانستان بانک په یادو […]

فضل هادي حمیدي
27 کب 1398
په هېواد کې له جواز پرته صرافۍ د اندېښنې وړ دي

د کلید ګروپ موندنې ښیي، چې دهېواد په پنځو لویو ولایتونو کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ کې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو؛ چې په غیرقانوني توګه یا له جواز پرته فعالیت کوي، د افغانستان بانک او صرافانو د ټولنو د شمېرو ترمنځ لوی توپیر شتون لري. د افغانستان بانک په یادو پنځو ولایتونو کې د غیرقانوني صرافیو شمېر ۱۴۳ ښیي، خو د اړوندو ولایتونو د صرافانو ټولنې دغه شمېر بیا شاوخوا ۱۶۶۵ یادوي.
دغه راز د کلید ګروپ موندنې څرګندوي، چې د افغانستان بانک او صرافانو د ټولنو ترمنځ همغږي تر دې بریده کمزورې ده چې افغانستان بانک وایي، د جوازونو د ویشلو په پروسه کې د پخوا په پرتله اسانتیاوې رامنځته شوې؛ خو د صرافانو ټولنې وایي، چې د جواز وېشلو لړۍ بنده ده.
د کلید ګروپ ترلاسه شوي معلومات څرګندوي، چې د افغانستان بانک د غیرقانوني صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو په څارنه او پر هغوی د قانون په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
د ټول هېواد په کچه د صرافیو، پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو او د اسعارو د ګرځنده پلورونکو شمېر افغانستان بانک درې زره یادوي، خو د صرافانو سراسري شورا بیا دغه شمېر شاوخو ۳۵۰۰ ښيي.
د غیررسمي صرافیو او پولي خدمتونو د شمېرو توپیر:
دا ځل مو په هېواد کې د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیت په اړه څېړنه کړې، چې تر کومې کچې قانون عملي شوی او د دوی فعالیت څومره قانوني دی.
د کلید ګروپ موندنې څرګندوي چې ګڼ شمېر صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي له قانوني جواز پرته فعالیت کوي.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال وایي، په ټوله کې په هېواد کې تر ۳ زره صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي، د ګرځنده صرافانو په ګډون له افغانستان بانک سره ثبت شوي دي: «په ټوله کې په افغانستان کې ۳ زره صرافۍ او ګرځنده صرافان فعالیت کوي؛ چې له افغانستان بانک سره ثبت شوي او جوازونه یې اخیستي دي. دوی هغه د جواز د اخیستو فیس هم ورکړی دی».
د صرافانو سراسري شورا بیا دغه شمېر ۳۵۰۰ یادوي او وایي چې په دې کې تر ډېره هغه ګرځنده صرافان جواز نه لري او هغوی هم نه دي حساب شوي.
چې دا د شمېرو توپیر د افغانستان بانک او د صرافانو د سراسري شورا ترمنځ نه همغږي او د افغانستان بانک له خوا د څار کمزوري څرګندوي.
د افغانستان د صرافانو د سراسري شورا د مشرتابه غړی حاجي محمدهاشم غزنوي وایي، په ټول افغانستان کې تر ۳۵۰۰ پورې صرافان او پولي خدمتونه فعالیت کوي: «په ټول افغانستان کې تقریبا ۳۵۰۰ صرافان او پولي خدمتونه فعالیت لري او جوازونه یې له افغانستان بانک څخه اخیستي دي. د دې ترڅنګ درې یا څلورو د پولي خدمتونو شرکتونو نوي جوازونه اخیستي او هغه بیا د یوه بانک په بڼه فعالیت کوي او هغوی څارونکی او مدېره پلاوي هم لري».
کلید ګروپ د بېلګې په توګه د هېواد په پنځو لویو ولایتونو لکه کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې د صرافیو او پولي خدمتونو فعالیت او شمېر په اړه څېړنه کړې ده.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال وایي، په پنځو لویو ولایتونو کې ۱۸۰۰ صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي فعالیت لري؛ چې له دې څخه ۱۴۳ یې جواز نه لري: «په هرات ولایت کې له موږ سره ۲۹۳ صرافۍ او ۱۲۳ پولي خدمتونو کارکوونکي، په کابل کې ۳۳۱ صرافۍ او ۴۰۶ پولي خدمتونه، په بلخ کې ۴۰ صرافۍ او ۱۰۲ پولي خدمتونه، په کندهار ولایت کې ۸۵ صرافۍ او ۶۲ پولي خدمتونه او همدارنګه په ننګرهار ولایت کې ۱۰۰ صرافۍ او ۱۱۵ پولي خدمتونه له افغانستان بانک سره ثبت دي او د فعالیت جواز یې اخیستی دی».
په ورته وخت کې د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال دا هم مني چې په یو شمېر ولایتونو کې یوشمېر صرافۍ له جواز پرته فعالیت کوي، چې د دوی د لارښوونو، اخطار او نغدي جریمې وروسته یې هم جواز نه دی اخیستی.
شګیوال وایي، هغه صرافۍ چې له نغدي جریمو څخه وروسته یې هم جواز نه دی اخیستی، دوی امنیتي ادارو ته ور پیژندلې دي، څو یې د فعالیت مخه ونیسي: «په یو شمېر ولایتونو کې داسې صرافۍ شته چې له جواز پرته فعالیت کوي، خو هغوی ته د افغانستان بانک د څارنې څانګې لارښوونې کړې، اخطار یې ورکړی او ان نقدي جریمه شوې خو بیا یې هم چې جواز نه دی اخیستی نو بیا امنیتي ادارو ته ورپېژندل شوې ترڅو د فعالیت مخه یې ونیول شي، دغه له جواز پرته صرافۍ په هرات کې ۳، په بلخ کې ۴۴، په کندهار کې ۲۰ او ننګرهار کې ۷۶ دي دا هغه دي چې غیررسمي فعالیت لري، جریمه شوې هم دي او اخطاریې هم ورکړل شوې دي».
خو د افغانستان بانک ویاند په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې تر اوسه یې څومره صرافان له جواز پرته د غیرقانوني فعالیت له کبله امنیتي ادارو ته ورپیژندلي دي.
په ورته وخت کې د صرافانو د سراسري شورا د مشرتابه غړی محمدهاشم غزنوي وایي، کومې صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي چې د صرافانو د سراسر شورا غړیتوب لري هغوي ټول جواز هم لري او نوموړی په کابل او لویو ولایتونو کې د غیرقانوني صرافیانو د شمېر په اړه بې خبري ښيي: « کومې صرافیانې چې په کابل او یا ولایتونو کې زموږ د شورا غړیتوب لري، هغوی ټول جواز لري، ځکه چې جواز د صرافانو د سراسري شورا د غړیتوب یو شرط دی او زه د هغه صرافیانو په اړه معلومات نه لرم چې له جواز پرته فعالیت کوي خو که په کوم لرې ولایت کې وي نو کېدای شي».
خو په ولایتونو کې بیا د هغه صرافیانو او پولي خدمتونو د کارکوونکو شمېرچې له جواز پرته کار کوي، له هغه څه لوړ دی چې د افغانستان بانک یې وایي.
په هرات ولایت کې د افغانستان بانک په وینا ټولټال ۴۱۹ صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي فعالیت لري چې یوازې ۳ یې له جواب پرته کار کوي، خو د دغه ولایت د صرافانو د ټولنې د مشر بهاوالدین رحیمي په وینا د ولسوالیو په ګډون په ټول هرات کې له ۴۵۰ څخه ډیرې هغه صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي شته چې له افغانستان بانک څخه یې جواز اخیستی خو هغه زیاتوي، چې په سلګونو نور له جواز پرته کار کوي: «یوازې د هرات په ښار کې شاوخوا ۴۳۰ صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي لرو چې د ولسوالیو په ګډون دغه شمېر بیا له ۴۵۰ تر ۴۷۰ پورې رسیږي، خو د دې ترڅنګ ګڼ شمېر نور یې بیا له جواز پرته فعالیت کوي، دغه له جواز پرته د ښار په ۱۵ یا ۱۶ مارکېټونو کې فعالیت لري، د هغه شمېر مشخص نه دی خو بیا هم تر کومه بریده چې موږ معلومات لرو، د هغوی شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسیږي».
بلخوا بیا په ننګرهار کې حکومت د صرافیانو او پولي خدمتونو شمېر ۲۹۱ ښيي، چې له دې څخه ۷۶ یې جواز نه لري خو د ننګرهار د صرافانو د ټولنې مشر حاجي مصطفی بیا وایي، په دغه ولایت کې په درېیو مارکېټونو کې صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي فعالیت لري چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسیږي.
حاجي مصطفی وایي، له دې څخه یوازې تر ۱۲۰ پورې صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي جواز لري او پاتې نور یې چې له اوږدې مودې څخه هم فعالیت کوي خو له پرلپسې غوښتنو سره سره بیا هم تر اوسه ورته د فعالیت جوازونه نه دي ورکړل شوي: «په ننګرهار کې درې مارکيټونه د صرافۍ شته چې په ټولو کې تر ۶۰۰ پورې صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي فعالیت کوي، له دې څخه تر ۱۲۰ پورې جواز لري او پاتې نور له جواز پرته فعالیت کوي، دوی ټولو د جواز اخیستو لپاره خپل غوښتنلیکونه د افغانستان بانک ته سپارلي او له هغه ځایه د بانکونو عمومي ریاست ته لېږل شوي خو هغوی له ځان سره ساتلي، ټول پړاوونه یې طی کړي خو له ننګرهار سره د مور او میرې چلند کیږي او د صرافانو غوښتنلیکونه یې له کوم دلیل پرته له ځان سره ساتلي دي».
دغه راز په کندهار کې هم د افغانستان بانک د معلوماتو پربنسټ،۱۶۷ صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي فعالیت کوي؛ چې له دې څخه یوازې ۲۰ یې جواز نه لري، خو د کندهار د صرافانو د ټولنې مشر قندي اغا وایي، په کندهار کې تر ۳۰۰ پورې صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي فعالیت کوي، چې له دې څخه ۱۴۰ یې د افغانستان بانک جواز نه لري.
قندي اغا وایي، افغانستان بانک صرافیو ته وایي، چې د شرکتونو جوازونه واخلي، خو په وینا یې د شرکتونو شرایط سخت دي او دغه صرافیانې هغه نه شي پوره کولای: «موږ په کندهار کې ۳۰۰ صرافیانې او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي لرو چې له دې څخه ۱۶۰ یې جوازونه لري او ۱۴۰ یې له جواز پرته فعالیت کوي. موږ څو ځله هم کابل ته تللي یو، چې دغو صرافیو ته جواز ورکړي، هغوی وایي، چې باید د شرکتونو جوازونه واخلي، خو د شرکتونو شرایط هم د ځای له پلوه او هم د پانګې او کارکوونکو له پلوه سخت دي او صرافیانې یې نه شي پوره کولای».
بلخوا په خپله د افغانستان بانک د مرکزي دفتر او ولایتي امریتونو ترمنځ هم وړ همغږي نشته. ځکه افغانستان بانک وایي، چې په بلخ ولایت کې ۴۴ صرافیانې له جواز پرته فعالیت لري، خو په شمال کې د افغانستان بانک امر محمداسرار پویا څرګندوي، په بلخ کې یوازې لس تنه ګرځنده صرافان پاتې دي او په راتلونکې کې به یا ورته د شرکتونو جوازونه ورکړي او یا به یې د فعالیت مخه ونیسي: «اوس له نېکه مرغه د هغو صرافانو شمېر، چې جوازونه لري، تر ۳۰۰ پورې رسېدلی دی، خو هغه صرافان چې ګرځنده دي او غیرقانوني فعالیت یې کاوه، د راتلونکي کال تر وري میاشتې ورته وخت ورکړل شوی؛ چې یا د شرکتونو جواز واخلي او څو تنه یوځای شي او که یې نه اخلي؛ نو له بازار څخه ټولیږي او شمېر یې هم ډير کم دی. څو ورځې مخکې چې موږ سروې درلوده، شاوخوا لس ګرځنده صرافان په بازار کې پاتې دي».
د جواز اخیستو پروسه:
د صرافانو له سراسري شورا او ولایتي ټولنو سره د افغانستان بانک همغږي تر دې کمزورې ده، چې د صرافانو سراسري شورا وایي، په لویو ولایتونو کې د صرافیو لپاره جواز ورکولو د افغانستان بانک له خوا بند شوي، خو افغانستان بانک بیا په دې پروسه کې د پخوا په پرتله د لاډېرو اسانتیاوو د رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال وایي، پخوا چې د جواز په اخیستو کې کومې ستونزې وې، هغه اوس ټولې حل شوې او د جواز په اخیستو کې نه ډېر وخت ضایع کیږي او نه هم پرې ډېر لګښت راځي: «پخوا چې کومې ستونزې وې او وخت ضایع کېده، هغه اوس ټولې حل شوې او هم په مرکز او هم ولایتونو کې د افغانستان بانک په څانګو کې د جواز اخیستو اسانتیاوې شته. په ډېر کم وخت او کم لګښت سره دوی کولای شي، جواز واخلي او خپل فعالیت قانوني کړي او په دې سره د دوی پر فعالیتونو باور نور هم زیاتېدلای شي. د افغانستان بانک د صرافانو لپاره د جواز اخیستو ټولې اسانتیاوې برابرې کړې، خو دا چې دوی د جواز اخیستو لپاره نه راځي، دا یې خپله ستونزه ده».
د صرافانو سراسري شورا وایي، له تېرو څو کلونو راهیسې د جواز اخیستل بند شوي او که یې څوک اخلي هم دغه پروسه نوره ستونزمنه شوې ده.
د دې شورا د مشرتابه غړی محمدهاشم غزنوي وایي، افغانستان بانک دوی ته یوه مقرره لېږلې، چې په هغه کې د جواز اخیستل بند شوي دي: «تقریبا درې یا څلور کاله کېږي، چې افغانستان بانک یوه مقرره موږ ته لېږلې ده. په هغه کې د جواز اخیستل بند شوي دي او که یې څوک اخلي، دا پروسه ډیره سخته شوې ده، ان تر دې چې په یوه او یا یوه نیم کال کې هم جواز نه اخیستل کیږي؛ نو که څوک جواز نه اخلي، یو علت یې همدا دی چې د جواز اخیستلو پروسه ډيره سخته او اوږده ده».
په ورته وخت کې د بلخ د صرافانو د ټولنې مشر عبدالقیوم رحیمي هم وایي، په یاد ولایت کې تر ۵۰ پورې صرافان غواړي چې جواز واخلي، خو د افغانستان بانک له خوا ورته جواز نه ورکول کېږي: «په بلخ کې ۱۴۳ تنه صرافان جواز لري او پاتې نور له جواز پرته فعالیت کوي. هغوی غواړي چې جواز واخلي خو افغانستان بانک جوازونه بند کړي او نه یې ورکوي. تر ۵۰ تنو پورې صرافان غواړي چې جواز واخلي، خو نه ورکول کیږي. موږ هم دې ته اندېښمن یو، چې دوی له جواز پرته کار کوي. که کوم غیرقانوني کار وکړي، موږ به یې څنګه مخه ونیسو. څوځله مو افغانستان بانک ته هم وویل، خو هغوی ویل چې امنیتي ادارې یې په جریان کې کړې دي، تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی».
په همدې حال کې د کندهار د صرافانو د ټولنې مشر قندي اغا وایي، دا دوه کاله کېږي چې دوی افغانستان بانک ته د جواز د اخیستو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو لاهم افغانستان بانک په دې اړه اقدام نه دی کړی: «موږ څو ځله کابل ته تللي یو او څو ځله مو د جنوب لویدیځې حوزې له مسوول سره کتلي دي. اوس هم زموږ غوښتنلیکونه په افغانستان بانک کې پراته دي، دا دوه کاله کېږي چې موږ ته یې جوازونه نه دي راکړي او افغانستان بانک موږ ته وایي؛ چې تاسو له هغو صرافانو سره هم معامله نه شئ کولای، چې جواز نه لري دا هم یوه ستونزه ده».
په ورته وخت کې د افغانستان بانک سرپرست واحدالله نوشېر وايي، هغه صرافان چې جواز نه لري، کار یې غیر قانوني دی او دوی تل هڅه کړې، چې عدلي او قضایي ادارو ته یې ور وپیژني؛ خو نوموړي په دې اړه معلومات ورنه کړل؛ چې تر اوسه یې څومره صرافان له جواز پرته د فعالیت په جرم عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندلي دي.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان بانک تل هڅه کړې، چې له جواز پرته صرافان عدلي او قضایي ادارو ته ور وپېژني او هغه څوک چې جواز نه لري، فعالیت یې غیرقانوني دی».
له صرافیانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو د افغانستان بانک څارنه:
د افغانستان بانک مسوولین وایي، دوی په دوامداره توګه په ټول هېواد کې له صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو څارنه کوي.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال وایي، په ۳۴ ولایتونو کې د افغانستان بانک نمایندګۍ او په زونونو کې د دوی امریتونه په منظمه توګه څارنه کوي او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي د خپلو اجراتو راپور ورکوي: «افغانستان بانک په ۳۴ ولایتونو کې څانګې لري او دغه راز د زونونو په کچه هم څانګې لري او په منظمه توګه د صرافانو له کړنو څارنه کوي. د دې ترڅنګ د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي د افغانستان بانک نمایندګیو ته د خپلو حوالو راپور ورکوي. په ټوله مانا څارنه پرې کېږي. هېڅ داسې اندېښنې دې څوک نه کوي چې څارنه پرې نشته، خو د ځینو ستونزو له کبله چې صرافانو جوازونه نه دي اخیستي. اوس ټینګار دا دی چې دوی به پر خپلو فعالیتونو د باور زیاتېدو لپاره جوازونه اخلي».
د افغانستان بانک ویاند په داسې حال کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو پر فعالیت د جدي څارنې خبره کوي، چې په ننګرهار کې د افغانستان بانک امر توحیدیار احمدزی وایي، دوی ته ۶۹ تنو صرافانو د جواز اخیستو غوښتنلیکونه سپارلي، خو په دې اړه معلومات نه لري چې هغوی اوسمهال له جواز پرته فعالیت کوي او کنه: «تر ۶۹ کسانو پورې غوښتنلیکونه بانک ته راوړي، ترڅو جوازونه واخلي او کله چې د جوازونو د ویشلو لړۍ پیل شي، نو د هغوی کړنې به هم قانوني شي، خو اوس مهال په خپله ماته دا معلومات نشته چې دغه ۶۹ کسان اوس فعالیت لري او کنه. د جواز د اخیستو غوښتنلیکونه یې راوړي دي».
په داسې حال کې چې په ولایتونو کې ګڼ شمېر صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي له قانوني جوازونو پرته فعالیت کوي؛ خو په ننګرهار کې د افغانستان بانک امر توحیدیار احمدزی وایي، د دوی کارکوونکي یوازې له هغو صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو څارنه کوي، چې جواز لري: «زه فکر نه کوم چې د چا فعالیت دې زموږ تر څار لاندې نه وي، خو بیا که څوک جواز نه لري، نو له هغه موږ څارنه نه کوو. ځکه زموږ کارکوونکي له هغه چا څارنه کوي چې جواز لري».
بلخوا د هرات د صرافانو د ټولنې مشر بهاوالدین رحیمي وایي، افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو پر فعالیت په څارنه او د قانون په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، څه موده وړاندې دوی د هغو صرافیو په اړه یوه سروې وکړه، چې له جواز پرته فعالیت لري او معلومات یې له افغانستان بانک سره شریک کړل. افغانستان بانک بیا له یوه ګډ حکومتي پلاوي سره د هرات ښار په شېردل مارکېټ کې ۶۹ دوکانونه وتړل؛ خو له لنډې مودې او د هټیو د څښتنو له لاریون او ولایتي شورا ته له عریضې وروسته بیرته ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوه: «یو ځل د افغانستان بانک څارنه کوله او د غیرقانوني صرافیو ادرس یې له موږ څخه وغوښت. موږ سروې وکړه او په ښار کې ۱۶ یا ۱۷ مارکېټونه په غیرقانوني توګه فعالیت کوي. خو دولت پاتې راغلی، پنځه یا شپږ میاشتې وړاندې د شېردل په نامه یو مارکېټ دی او هلته د بانک، عدلي او قضایي او کشفي. له بده مرغه چې بېرته د هغوی فعالیت ته اجازه ورکړل شوه».
په داسې حال کې چې لاهم صرافۍ د اسعارو په تبادله او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي په کور د ننه او بهر د پیسو په لېږد رالېږد کې مهم رول لري، خو دا چې ګڼ شمېر یې د فعالیت قانوني جواز نه لري نو تر ډېره دا اندېښنې هم شته چې له دې لارې کېدای شي غیرقانوني او تورې پیسې هم ولېږدل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA