ads

په بلخ کې د ماین په چاودنه کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلخ د امنیه قومندانۍ چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو امنیتی سرتیری ووژل شو او د درېیو امنیتي سرتیرو په شمول پنځه تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عدل کلید ته په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 کب 1398
په بلخ کې د ماین په چاودنه کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلخ د امنیه قومندانۍ چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو امنیتی سرتیری ووژل شو او د درېیو امنیتي سرتیرو په شمول پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عدل کلید ته په خبرو کې وویل، چې یاده چاودنه تېره شپه ۸ بجې او ۳۰ دقیقې د خبریالانو د چوک تر څنګ د اتمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د ویلو ده، چې یاده ماین چاودنه د پولیسو د تګ پر مهال رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دې پښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA