ads

خوستیان د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو غوسه دي

د هېوا د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او ډېری خلک یې د اخیستو وس نه لري. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د اوړو، غوړو، لوبیا او ځينو نورو توکو بیې دومره لوړې شوې چې بې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 کب 1398
خوستیان د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو غوسه دي

د هېوا د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او ډېری خلک یې د اخیستو وس نه لري.
د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د اوړو، غوړو، لوبیا او ځينو نورو توکو بیې دومره لوړې شوې چې بې وسه او ناچاره خلک یې پر اخیستو نه توانېږي.
د خوست دوه تنه اوسېدونکي عرفات او محمدهاشم وایي، پخوا د اوړو یوه ۴۹ کیلویي بوجۍ په ۱۶۰۰افغانۍ وه، خو اوس یې بیه له دوو زرو هم پورته تللي.
دوی وایي، له کله نه چې د کرونا ویروس له کبله د هېواد یو شمېر بندرونه تړل شوي، ورسره هم هماله سوداګرو د توکو بیې لوړې کړې دي.
په ورته مهال چارواکي ولس ته ډاډ ورکوي، چې ګنې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د بندرونو د تړلو په پلمه خپل توکي په لوړه بیه وپلوري.
د خوست والي حلیم فدایي، چې نن سهار د نرخونو د کنټرول په بهانه خوست ښار ته راوتلی و، وویل له تېرې ورځې را پدېخوا یې ۱۶ هټۍ تړلي او له هټيوالو سره به قانوني چلند کوي.
هټیوال هم مني چې د کرونا ویروس د وېرې له کبله د بندرونو په تړل کېدو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی راغلی.
په خوست ښار کې یو تن هټيوال سنګین راز وايي، د یادو توکو د بیو لوړوالی د مالونو د کموالي له کبله دی.
د یادونې ده، کله په هېواد او سیمه کې د کرونا ویروس وېره خپره شوې، له افغانستان سره یو شمېر ګاونډيو هېواونو هم خپل بندرونه تر نامعلومې نېټې تړلي، چې هم مهاله ورسره د توکو بیې لوړې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA