د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره د جینفر هالر په نوم پر یوې مېرمنې د کرونا ضد وېروس ازموینه ترسره کړه.
د کایزر پرمېننټي څېړنیزې ډلې مشرې ډاکټر لیسا جکسن رسنیو ته ویلي، اوس د دغه واکسین جانبي عوارض او پایله څېړل کېږي او تر خپلې وسې هڅه کوي، څو په دغه بیړني حالت کې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
جینیفر هالر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا ورته لوی فرصت دی چې د نورو د ژغورنې لپاره په یو بیړني حالت کې کار وکړي.
د معلوماتو له مخې، هلته ۴۵ نور رضاکار ځوانان پر دوی د دې واکسین د ازموینې لپاره چمتو شوي دي.
څېړونکي وایي، په ازمایښتي ډول د دغه واکسین د پلي کولو هدف د یاد وېروس د جانبي عوارضو معلومول او اغېز دی، څو ډاډ تر لاسه شي، چې جوړ شوی واکسین انسان ته زیان نه پېښوي.


