ads

ګڼې ستونزې کمه پاملرنه

افغانان د سولې پروسې پڅوالي، د دوو حکومتونو د رامنځ ته کېدو، د کرونا وېروس ګواښ او د دغو درې واړو ستونزو ترڅنګ د بیو لوړېدو له ستونزې سره هم مخ دي. په دې برخه کې د خواشینۍ ځای دا دی چې د شته ګواښونو د مهارولو لپاره لکه څنګه چې ښايي، نه افغان دولت […]

افغانان د سولې پروسې پڅوالي، د دوو حکومتونو د رامنځ ته کېدو، د کرونا وېروس ګواښ او د دغو درې واړو ستونزو ترڅنګ د بیو لوړېدو له ستونزې سره هم مخ دي. په دې برخه کې د خواشینۍ ځای دا دی چې د شته ګواښونو د مهارولو لپاره لکه څنګه چې ښايي، نه افغان دولت چندان پاملرنه کړې او نه هم دیني عالمانو. په تېره بیا دیني عالمانو لا تر اوسه هم د کرونا وېروس موضوع جدي نه ‌ده نیولې. د منتقدینو په باور، که چېرې د بېلابېلو لورو بې‌ پامي همدغسې دوام وکړي، شته ګواښونه او ننګونې به په خلکو باندې د ژوند کړۍ نوره هم تنګه کړي.
د سولې په رابطه که چېرې لږ تر لږه تېرو دوو کلونو ته پاملرنه وکړو، لیدل کېږي چې افغانان د نړیوالو هڅو له کبله د سولې په نسبت ډېر هيله‌ مند شوي وو، خو په دې برخه کې د دولت پڅ حرکت او د ښکېلو لورو له خوا د مطرحو ګټو پر سر ناندریو، دغه هیله ‌مندي یو څه ټکنۍ کړې ده. د بېلابېلو لورو له خوا له دغې بې‌ پروایۍ څخه دا پایله اخستل کېږي، چې د سولې لپاره رښتینې او واقعي اراده نشته دی.
تمه کېده چې د روانې مارچ میاشتې تر لسمې پورې به بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي، مګر ولیدل شول چې په افغانستان کې نوو مخالفتونو سر راهسک کړ او دا پروسه ورسره شاته وغورځېده. اوس نو ولس سخت اندېښمن دی چې که حالت همدغسې دوام ومومي، ښايي د سولې روانه پروسه په شدت سره زیانمنه شي.
د مارچ میاشتې په نهمه ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله په ارګ او سپیدار ماڼیو کې د افغانستان جمهورو رییسانو په توګه د تحلیف بېل بېل مراسم ترسره کړل. ډاکتر غني د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خوا د وروستیو پایلو پر بنسټ د جمهوري ریاست وثیقه ترلاسه کړه او د هغه پر اساس یې د تحلیف مراسم ترسره کړل او ډاکتر عبدالله د کمېسیون پایلو په نه ‌منلو سره خپل ځان په خپله د ټول ‌شموله حکومت جمهور رییس وباله او تحلیف يې وکړ. دې پېښې ولس ته اندېښنه پیدا کړه چې هېواد بحران ته لاړ نه ‌شي او هرڅه يو ځل بیا د اورو او وینو خوراک نه‌شي. د خلکو توقع دا وه چې نړیواله ټولنه به د افغانستان پر وړاندې د خپل مسوولیت له مخې پر ټولو مسایلو د خبرتیا له مخې په خپل وخت د هرې سترې ستونزې او ګواښ د مخنیوي هڅه وکړي، خو په دې برخه کې د نړیوالو په تېره بیا امریکا متحده ایالاتو بې ‌پروايۍ د خلکو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې.
افغانان لا د دغو ستونزو له حل څخه نه‌وو راوتلي، چې د کرونا وېروس اندېښنو هم په سر واخیستل. په پیل کې د دغه وېروس د خپرېدو ګواښ ډېر نه‌وو، خو ورځ تر بلې دا ګواښ مخ پر زیاتېدو شو او دا دی نن وویل شول چې تر هرات، سمنګان، بلخ، کاپیسا او ډایکنډي وروسته په لوګر او بادغیس کې هم د یاد وېروس پنځه مثبتې پېښې لیدل شوې؛ چې له دې سره د پېښو ټوله شمېره ۲۱ ته رسېږي. داسې ښکاري چې دا ګواښ جدی دی او د کرونا د خپرېدو زمینه په پراخېدو ده. ځینې خو اټکل کوي چې د کرونا د پېښو حقیقي شمېرې نه شریکېږي. په نوره نړۍ کې چې د پرمختګ پړاوونه په کې وهل کېږي، دا امکان شته چې د کرونا له وېروس سره جدي مبارزه وشي، خو په افغانستان غوندې هېواد کې، چې خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، دا مبارزه یو څه کمزورې ښکاري. د خواشینۍ ځای دا دی چې د کرونا وېروس د ګواښ په موجودیت کې یو شمېر مافیايي کړۍ لاس په کار شوې او په احتکار لاس پورې کوي، چې له کبله يې ورځ تر بلې د خوراکي او نورو توکو په قیمتونو کې زیاتوالی ترسترګو کېږي. دا چاره د عام ولس له وسې بره ښکاري.
د کرونا مخنیوي لپاره که څه هم تر یوې کچې د حکومت له لورې هڅې وشوې، خو دا هڅې لکه څنګه چې توقع کېږي، د قناعت وړ نه‌ دي؛ نه په وقایوي برخه کې او نه هم د خوراکي توکو د قیمتونو د کنټرول په برخه کې.
دلته یوازې حکومت نه، بلکې نور موثر بنسټونه هم باید د مسوولیت احساس ولري. په تېره بیا دیني بنسټونه لکه د عالمانو شورا. همداراز رسنۍ هم باید تر پخوا ډېرې فعاله شي. یا په بله وینا، د حکومت ترڅنګ، دیني عالمان او رسنۍ کولای شي چې په ګډه او یا جلا جلا توګه د خلکو پوهاوي لپاره جدي کار وکړي او د احتیاطي تدابیرو په اړه له ولس سره معلومات شریک کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA