ads

په پاکستان او ترکیه کې د کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شو

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې په دغه هېواد د کرونا وېروس تازه ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره هلته پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۴ تنو ته ورسېد. بلخوا، پاکستان د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې وتړلې. په یو بل خبر کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 کب 1398
په پاکستان او ترکیه کې د کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شو

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې په دغه هېواد د کرونا وېروس تازه ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره هلته پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۴ تنو ته ورسېد.
بلخوا، پاکستان د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې وتړلې.
په یو بل خبر کې ویل شوي، چې د ترکیې روغتیایي چارواکو هلته پر دې ناروغۍ د ۱۲ تنو د اخته کېدو خبر ورکړی.
د دوی د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ترکیه کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸ تنو ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA