ads

لاهم په هېواد کې د غیرقانوني لوړپوړو ودانیو جوړېدل دوام لري

د کابل اوسېدونکي شکايت کوي، چې په استوګنیزو سیمو کې په غير قانوني ډول لوړ پوړي ودانۍ جوړيږي؛ خو د ښاروالي یې له ۴۰۰ کسيزې امنيتي ډلې سره مخه نه شي نیولی. د کابل اوسېدونکي په همدې برخه کې د حکومت پر ارادې نيوکې کوي او له اړوندو مسوولو بنسټونو غوښتنه کوي، چې په استوګنیزو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 کب 1398
لاهم په هېواد کې د غیرقانوني لوړپوړو ودانیو جوړېدل دوام لري

د کابل اوسېدونکي شکايت کوي، چې په استوګنیزو سیمو کې په غير قانوني ډول لوړ پوړي ودانۍ جوړيږي؛ خو د ښاروالي یې له ۴۰۰ کسيزې امنيتي ډلې سره مخه نه شي نیولی.
د کابل اوسېدونکي په همدې برخه کې د حکومت پر ارادې نيوکې کوي او له اړوندو مسوولو بنسټونو غوښتنه کوي، چې په استوګنیزو سیمو کې د لوړپوړو ودانيو د جوړولو مخه ونيسي.
د کابل د شپږمې ناحيې اوسېدونکي سردارخان له کليد راډيو سره په خبروکې پر خپل ګاونډي تور پورې کړ، چې د سيمه ييزو سپين ګيرو له مخالفتونو سره سره يې اړوندې ناحیې ته په بډي او رشوت ورکولو لوړپوړې ودانۍ جوړه کړې ده.
د کابل اوسېدونکي وايي، په استوګنیزو سیمو کې د يادو لوړپوړو ودانيو جوړول ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.
د کابل د اتمې ناحيې اوسېدونکې عاطفې کليد ته وويل، چې په ورستيوکې د دوی کورته مخامخ د يوې تازه جوړې شوې لوړپوړې ودانۍ له کبله په خپله حويلۍ کې ازاده نه شي ګرځېدلې.
د کابل په استوګنیزو سیمو کې د لوړپوړو ودانيو پر جوړولو بنديز لګېدلی او د افغانستان حکومت د همدې کار لپاره يو ۴۰۰ کسيزه امنيتي ډله هم ښاروالۍ ادارې ته سپارلې؛ خو سږکال د پسرلي په رارسېدو سره يوځل بيا په دغو استوګنیزو سیمو کې د لوړپوړو ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د يادو ودانيو اصلي مالکان له رسنيو سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي؛ خو په ودانيو کې کارګرو وګړو له کليد سره په خبروکې ويلي، چې دا نقشه له ښاروالۍ سره په همغږۍ پلې کېږي.
خو د کابل د ښاروالۍ ويانده نرګس مومند په همدې اړه د کليد راډيو د پوښتنې په ځواب کې بيا وايي، چې په استوګنیزو سیمو کې د جوړو شوو ودانيو نقشه دوی نه ده ورکړې.
د کابل د ښاروالۍ اداره په استوګنیزو سیمو کې د لوړپوړو ودانيو جوړولو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۴۰۰ کسيزې امنيتي ډلې پر موثريت ټينګار کوي؛ خو اندېښنه څرګندوي، چې دغه امنيتي ډله لاهم په بشپړ ډول تجهيز شوې نه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA