د نایجریا د کړکېچ ملي اداره وایي، تېره ورځ هلته د تېلو په نل لیکه کې د چاودنې له کبله ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې ادارې مشر ابراهیم پرون رسنیو ته وویل، د تېلو په دې نل لیکه کې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې د یاد هېواد ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.
رویترز اژانس وایي، دې چاودنې پر ځاني زیانونو سربېره ۵۰ ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.
تراوسه د چاودنې اصلي علت معلوم نه دی، خو پولیس وایي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


