ads

په سعودي عربستان کې ۲۹۸ دولتي چارواکي د فساد په تور ونیول شول

د سعودي حکومت د ۲۹۸ دولتي کسانو د نیولو خبر ورکوي او زیاتوي چې له دغو کسانو به د فساد په تړاو پوښتنې او پلټنې وشي. د سرچینې په خبره، په نیول شوو کسانو کې د پوځ افسران، پولیس او ورته نور کسان شامل دي، چې د بډو او له خپلې څوکۍ په ناسمې ګټې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 کب 1398
په سعودي عربستان کې ۲۹۸ دولتي چارواکي د فساد په تور ونیول شول

د سعودي حکومت د ۲۹۸ دولتي کسانو د نیولو خبر ورکوي او زیاتوي چې له دغو کسانو به د فساد په تړاو پوښتنې او پلټنې وشي.
د سرچینې په خبره، په نیول شوو کسانو کې د پوځ افسران، پولیس او ورته نور کسان شامل دي، چې د بډو او له خپلې څوکۍ په ناسمې ګټې اخیستنې تورن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم له فساد سره د مبارزې په چوکاټ کې د دغه هېواد لسګونه دولتي کسان د بډو اخیستلو په تور ونیول.
د سعودي عربستان د حکومت له فساد سره د مبارزې کمېټې هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې یادو کسانو د ۳۷۹ میلونه ریالو او ۱۰۱ میلیون ډالرو پر بډو اخیستو اعتراف کړی دی.
دې کمېټې په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA